Banner

د حماس فتح او د صهيونېسټانو دسيسې

29.01.2009 04:49

انور شاهين خانخېل
shaheenkhankhel@hotmail.com
د لبنان په ٣٣ ورځني جنګ کښې د حزب الله غورځنګ په لاس د صهيونېسټ رژيم له ماتې او شکست نه پس دغه رژيم يو ځل بياد غزې په ٢٢ ورځني جنګ کښې هم د حماس غورځنګ په لاس ماتې او شکست وزغمۀ. او په دغو دواړو جنګونو کښې نه يوازې دا خبره ثابته شوه چې د نړۍ تر ټولو پرمختللې او خطرناکې اېټـمي وسلې او جديده ټېکنالوجي د ايمان د طاقت په وړاندې هيڅ ارزښت نه لري.بلکې د نړۍ انسانانو په خاصه توګه مسلمانو ولسونو ته په دغو دواړو او په خاصه توګه د غزې په جنګ کښې د دوست او دښمن، د مسلمان او کافر، د مومن او منافق، ښه پته ولګېده. که څه هم صهيونېسټانو په دواړو جنګونو کښې په ظاهره په خپل ټول هوائي، زمکني او سمندري قوت سره د لبنان او غزې ګڼ شمېر بې دفاع او بې ګناه ماشومان، ښځې ، بوډاګان او ځوانان په خاورو او وينو کښې ولوغړول، د هغوي کورونه يې له خاورو سره خاورې کړل او زيات انساني، اقتصادي او اجتماعي زيانونه يې ورته ورسول خو په خپل ټول زور سره يې بيا هم ونکړې شول چې د لبنان يا غزې يوه اېنچ زمکه باندې قبضه پخه کړي او په ډېرې رسوائۍ، ذلت او شرمناکه توګه له دغو دوو سيمو څخه په تېښته مجبور شول.او د اسرائيلو په تاريخ کښې په دغو دوو پېښو کښې اول ځل ؤ چې دغه غاصب رژيم خپلې پښې ټينګې نکړې شوې ځکه چې د صهيونېسټي رژيم فوځونه چې چرته هم ننوتي دي بيا ترې نه دي وتي او شکست او ماتې خوړنه يې په کتاب کښې نه وه ليکلې. خو حزب الله او حماس نه يوازې په سياسي مېدان کښې دنيا ته وښودل چې دغه غورځنګونه د دغو سيمو دخلقو خوښ او د اعتماد وړ غورځنګونه دي بلکې د جنګ مېدان کښې يې هم ثابته کړه چې د د نړۍ د يو لوے غاصب، ظالم او تيري ګر په وړاندې ټينګ اودرېدې او ماتې ورته ورکولې شي. او ارواښاد رحمان بابا چې د کربلا د مظلومو شهيدانو په اړه کوم شعر ويلې دے هغه د لبنان او غزې د مظلومانو په حقله هم ثابتيږي لکه چې وائي:
عاشقــــــانو پـــــه شکست کښې برے بيا مونـــــد
چې يې سر او مال د خداے په لار کښې ځار کړل
يعنې لکه څنګه چې د کربلا په جنګ کښې په ظاهره ټول مظلومان د يزيد بن معاويه په لاس قتل عام شول خو هغو مظلومانو په خپلو وينو او سرونو ورکولو سره د اسلام د ختمولو او د اسلام د فکري زمکې د قبضه کولو لپاره د يزيد منصوبه کاميابېدو ته پرې نښوه او نن څه ديارلس نيم سوه کاله پس هم يزيدد ظلم او باطل او امام حسېن (ع) د مظلوميت او حق په سېمبول سره پېژندل کيږي. همدا رنګ د حزب الله او حماس مظومو خلقو په خپلو وينو ورکولو د اسرائيل په جامه کښې د وخت يزيد دې ته پرې نۀ ښود چې د وسلو او پېسو په زور سره د هغوي حتي په يو انچ خاوره باندې پښې ټينګې کړي. او صهيونېسټ رژيم او د کفر او اسلام په جامه کښې د هغۀ انډيوالان په شرمونو وشرمېدل.
له دغو دواړو جنګونو څخه چې يو بل حقيقت په ډاګه شو هغه دا چې د لبنان په جنګ کښې دغه غاصب او ظالم رژيم په ٣٣ ورځو کښې او د غزې په جنګ کښې يې په ٢٢ ورځو کښې ماتې وخوړه نو دا چاره دا ښودنه کوي چې د صهيونېسټانو د ژوند اپوټه شمېرنه شروع شوې ده او د زوال ورځې يې رانزدې شوي دي.
خو د هر ظالم او باطل دا عادت وي چې په دۀ کښې تر څو سا غړيږي له خپلو سازشونو، دسيسو او شېطانيو څخه لاس نه اخلي نو د دغه ظالم رژيم هم دغه حال دے. لکه په مسلمانو ټولنو کښې د خپلو اېجنټانو په ذريعې سره يوه دا خبره خپروي چې (( ولې زمونږ په خلقو کښې غريب ، عاجز او مستحق خلق لږ دي څه چې مونږ دومره لرې پرتو فلسطينيانو سره مرستې وکړو؟ )) يا دا چې (( زمونږ په خپلو سيمو کښې حالات ګډو وډ دي او جنګونه دي نو مونږ ته څه پکار دي چې د فلسطينيانو د مبارزو او جنګونو ملاتړ وکړو او پردې جنګ کور ته راوړو؟ )) (( اول ځان دے بيا جهان دے.)) خو په مسلمانو سيمو کښې د صهيونېسټانو او د هغوي د انډيوالانو دا پروپېګنډې ځکه ځاے نه نيسي چې دا خبره ټولو ته معلومه ده چې د فلسطين او بېت المقدس مسئله يوازې د فلسطينيانو او عربو مسئله نه ده بلکې دا مسئله زمونږ له ايمان او عقيدې سره تعلق لري او هغه دا چې د فلسطين زمکه لکه د مکې معظمې او مدينې منورې له ټولې اسلامي نړۍ سره تعلق لري او زمونږ وړومبنۍ قبله بېت المقدس د ظالمو صهيونېسټانو په پنجو کښې اسير دے چې د دغو سيمو ازادي په ټولو مسلمانانو باندې فرض ده او له خپلو مسائلو نه يې اهميت زيات دے او بله دا چې که فلسطين او وړومبۍ قبله ازاده شي نو ضروري ده چې غاصب اسرائيل چې د زمکې په سر باندې يو ناسور او د کېنسر غده ده به هم له منځه ځي او چې هر کله دغه شېطان رژيم له منځه لاړ نو تر ډېره حده به په نړۍ کښې امن و امان قائم شي ځکه چې مسلمانان به نه يوازې په نړۍ کښې د اسرائيلو له شر، شېطانيو او سازشونو څخه خلاص شي بلکې د هغوي انډيوالان چې په سر کښې امريکه ده هم نا اميده شي او د مسلمانانو په خلاف له سازشونو، دسيسواو منصوبو نه لاس په سر شي. بله دا چې د غزې په جنګ کښې دا خبره هم په ډاګه شوه چې که څه هم په عامه سطح نه يوازې د نړۍ ټول مسلمانان بلکې ټول پتيالي او ننګيالي انسانان هم له فلسطينيانو سره په دې ستر غم کښې شريک وو او دي. خو له بده مرغه نه يوازې اکثر د کفر حکومتونه بلکې تش په نامه اکثر مسلمان حکومتونه هم په څرګنده يا په پټه توګه د دغه صهيونېسټ رژيم ملاتړ کوي او ټول په دې طمه دي چې حزب الله غورځنګ او حماس غورځنګ له منځه لرې کړي.خو بل طرف ته د غزې په جنګ کښې يوازې ايران، شام او حزب الله وو چې تر خپل وسه پورې يې د غزې د مظلومو فلسطينيانو ملاتړ کوۀ او دا خبره هر چا ته معلومه ده چې ايران، شام او حزب الله د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو (ع) سره مينه او تعلق لري نو له دې امله صهيونېسټ رژيم او د هغۀ انډيوالانو د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې او اختلافاتو د اچولو او له فلسطينيانو څخه د د ايران ، شام او حزب الله د ملاتړ د ختمولو په هدف سره په شيعه ټولنو کښې دا پروپېګنډه خپره کړې ده چې فلسطينيان ناصبيان دي.او شيعه ؤ ټولنو ته نه دي پکار چې له فلسطينيانو سره مرسته وکړي.
په مذهبي اصطلاح ګانو کښې شيعه دې ته وائي چې د خداے له ګران رسول (ص) نه پس د هغوي له پاکو اهلبېتو څخه د دولسو امامانو امامت مني او پېروکاري يې کوي او اهلبېت له اصحابانو نه افضل او د مشرۍ حقدار ګڼي او سني يا اهل سنت دې ته وائي چې د خداے د ګران رسول (ص) له رسالت نه پس د څلورو امامانو امامت مني او پېروي يې کوي.او ځينې اصحابان له اهلبېتو نه افضل او د مشرتابۀ حقدار يې ګڼي او ورسره ورسره د رسول اکرم (ص) له اهلبېتو سره هم مينه او دلچسپي لري او د رسول الله آل ته بد ويل د کفر ترحده ګڼي. خو ناصبيان بيا هغه کسان دي چې نه يوازې د څلورو خليفه ګانو په خلافت او د څلورو امامانو په امامت او اطاعت کښې څه دلچسپي نه لري بلکې د رسول الله (ص) له آل سره په خاصه توګه تعصب او دښمني لري او حتي هغو پاکانو ته له کنځلو او بدو ردو ويلو نه هم ډډه نه کوي. چې زمونږ په دور کښې يې وهابيان يوه نمونه ده.
نو بس همدغه وجه ده چې صهيونېسټانو او په کفر او اسلام کښې د هغوي انډيوالو حکومتونو لخوا په شيعه او د اهلبېتو د دوستانو په ټولنو کښې دا پروپېګنډه خپره کړې ده چې فلسطينيان ناصبيان دي يعنې مطلب دا چې که ووائي چې سنيان دي نو په شيعه او د اهلبېتو د مينه والو په ټولنو کښې هيڅ تاثير نه لري نو ځکه يې ناصبيان نوم استعمال کړے دے چې غواړي په شيعه او د اهلبېتو د مينه والو په ټولنو کښې د فلسطينيانو په خلاف نفرت او کرکه پېداکړي.
نو دلته ضروري ده چې د صهيونېسټانو او د هغوي د انډيوالانو د سازشونو، دسيسو او پروپېګنډو د شنډولو لپاره ځينې حقائقو ته اشاره وکړو
وړومبې دا چې ناصبيان هيڅ کله په خپلو ځانونو او ځايونو باندې د اهلبېتو نومونه نه ږدي بلکې د هغوي د دښمنانو نومونه اږدي خو که فلسطيني ټولنې ته يوه لنډه کتنه وشي نو په هغو کښې د اکثرو خلقو نومونه د اهلبېتو يعنې (( محمد )) (( علي )) ، (( حسن )) ، (( حسېن )) ، (( فاطمه )) ، (( زهرا)) ،((جعفر)) او (( مهدي )) وغېره دي. همدا رنګ د ځينو ځايونو نومونه هم په دا ډول نومونو باندې نومولې شوي وي حتي نه يوازې د هغوي په جوماتونو کښې د اهلبېتو (ع) پاک نومونه ليکل شوي دي بلکې په جوماتونو باندې يې نومونه هم اېښي دي لکه په خبرونو کښې راغلي وو چې (( د اسرائيلو جنګي الوتکو په غزې ښار کښې د اميرالمومنين حضرت علي (ع) نومې جومات بمباري کړو )) همدا رنګ په نابلس ښار کښې هم د امام علي بن ابي طالب (ع) په نوم يو جومات په نظر راځي. .

په نابلس ښار کښې د امام علي بن ابيطالب (ع) په نوم جومات

همدا رنګ په طولکرم ښار کښې د حضرت فاطمه زهرا (ع) په نوم يو ښکلے جومات جوړ کړے شوے دے .

په طولکرم کښې د حضرت فاطمه زهر (ع) په نوم يو جومات

له دې نه علاوه په غزه ښار کښې او په الخليل کښې هم د امام حسېن (ع) په نوم جوماتونه شته. چې دا چاره د دې ښودنه کوي چې د فلسطين خلق د پښتنو په شان د نورو سيمو د مسلمانانو په نسبت له پاکو اهلبېتو سره زياته مينه او تعلق لري.
يو بل مهم ټکے چې ورته اشاره پکار ده هغه دا چې د فلسطينيانو اکثريت شافعي مذهبه دي او د سنيانو وروڼو له څلورو امامانو څخه د امام ابو عبدالله محمد بن ادريس شافعي (رح) منونکي او پېروکار دي. او امام شافعي (رح) هغه سني امام دے چې له ټولو نه زيات اهلبېتو ته نزدے دے. او له اهلبېتو (ع) سره دهغۀ دغه عشق او مينه د هغۀ په ديوان کښې له ځينو اشعارو څخه په ډاګه کېږي لکه په يو ځاے کښې فرمائي:
يا اهل بيت رسول الله حـبكم فــرض من الله فى القـــــرآن انزلـه
كفا كم من عظيم القدر انكـم من لم يصل عليـكم لا صـلواﺓ له
(( يعنې اے د خداے د ګران رسول (ص) اهلبتېو (ع) ! خداے پاک له تاسو سره مينه او مودت په قران مجيد کښې فرض کړے دے او ستاسو د قدرونې او فضيلت لپاره دا هم کافي دي چې څوک په نمونځ کښې په تاسو باندې درود و نه وائي نو نمونځ يې نه کيږي .))
يا په يو بل ځاے کښې فرمائي:
اذا في مجلسً ذَ كَرُوا عليَاً و سِبْطَيْهِ وَ فاطمهَ الزّكيّه
فَاجْري بَعْضُهم ذِكري سِواهُ فَــــا يْقَنَ اَ نَّـــــــهُ سَلَقْلَقِيَهَ
اِذا ذَكَرُوا عَليّـــــاً اَوْ بَنيـــهَ تَشا غَلَ بالرّواياتِ الْعَلِيّهِ
يُقال تَجـــــاوّزُوا يــــا قــــومِ هذا فَهذا مِن حَديثِ الرّافَضيّهِ
بَبرِئتُ الي الْمُهَيْمِن مِن اناسٍ يَرونَ الّر فْضَ حُبّ الْفا طِمَيهِ
عَلي آلِ الــرّسول صَــــلواةُ رَبّي وَ لَعْنَتُــهُ لِتِلْكَ الْجاهِـــلِيِهِ.

(( يعنې کله چې په مجلس کښې د علي (ع)، فاطمې (ع)، حسن (ع) او حسېن (ع) ذکر کيږي نو ځينې دښمنان د دې لپاره چې خلق د آل محمد (ص) له ذکر نه واړوي د بل چا ذکر شروع کړي. نو بس يقين وکړئ چې هغه کس چې د دغې کورنۍ د ذکر خنډ جوړ شي د يوې بدکارې ښځې له بطن نه زېږېدلے دے دغه کسان لوے لوے او اوږدۀ اوږده روايتونه نقلوي دې لپاره چې د حضرت علي (ع) او د هغۀ د اولاد ذکر ترمېنځه را نۀ شي او ويل کيږي چې اے قامه! له دې خبرو نه واوړئ ځکه چې دا خبرې د رافضيانو دي زۀ ( شافعي ) له هغه خلقو نه د خداے پاک په لور د بېزارۍ اعلان کوم چې رافضي کېدل ( يعنې له حق نه غړېدل ) له بي بي فاطمې (ع) او د هغې له اولاد سره په مودت کښې ويني. د خداے پاک درود دې وي په آل رسول (ص) باندې او لعنت دې وي په داسې ډول جاهليت باندې يعنې په هغو کسانو باندې چې له اهلبېتو (ع) سره مينه له دين نه د وتلو په معنا ګڼي ))

په بل شعر کښې فرمائي:
عــــليٌّ حبٌّـــــــهُ جُنَـــهٌ اِمامُ النّاس و الجِنّهِ
وَصيُّ المصطفي حقَاً قسيمُ النّار وَالجُنُهِ.

(( يعنې له حضرت علي (ع) سره مينه له دوزخ نه د بچ کېدو ډال دے او هغه د انسانانو او پېريانو امام دے او په حقيقت کښې د حضرت محمد مصطفی (ص) وصي او د جنت او دوزخ تقسيموونکے دے))

 

قــــــالوا تَــــرَفَّضتَ قُلتُ كَلاَُ مَا الرفضُ ديني وَلاَاعتِقادي
لكِــــــن تَوَلَّيتُ غَــــــــيرَ شَكٍ خَــــيرَ اِمــــــامٍ وَ خَـــــيرَهـــــــادٍ
اِن كانَ حُبُّ الــــوَصِيً رَفضًاً فَـــــــاِنَّني اَرفَضُـــــــالـــــعِبـــــادِ.

(( يعنې ما ته وويل شول چې رافضي شوې (يعنې له حق نه اوړېدلے يې) و مې ويل چې زما دين او عقيده هيڅکله رفض نۀ دے. البته بې له شکه تر ټولو غوره امام او تر ټولو غوره هادي سره مينه لرم نو که د پېغمبر اکرم (ص) له وصي او ځاے ناستي ( حضرت امام علي ) سره مينه رفض وي نو زۀ بيا له ټولو نه زيات رافضي يم.))
په بل ځاے کښې فرمائي:

آلُ النَبِـــــيِّ ذَريعَــــــتي وَهُــــــمُ اِلَيــــــهِ وَسيلــــَتي
اَرجُوا بِهِم اُعطي غَداً بِيَدِي اليَمينِ صَحِيفَتي.

(( يعنې د خداے د ګران رسول (ص) کورنۍ د خداے په لور زما وسيله ده. زۀ هيله او اميد لرم چې له هغوي سره د مينې په وجه به راته سبا د قيامت ورځ د عملونو صحيفه په ښي لاس راکړې شي.))

يا راكِبـــــاًقِف بِالمحَصَّبِ مِن مِني وَاهتِف بِساكِنِخيفَهاوالناهِضِ
سَحَراً اذا فاضَ الحجيجُ الي مِني فَيضاًكَمُلتَطَمِالفُراتِ الفائِضِ
اِن كانَ رَفَضــــــاً حُبُّ آلِ محَـــــــــمدٍ فَليَشهَدِ الثَّقَلانِ انّي رافِضي.

(( يعنې اے په مرکب سپوره چې د مکې معظمې په لور روان يې نو د منا په رېګستان کښې اودرېږه نو د خېف جومات اوسېدونکو ته د سهار په وخت چې حاجيان د منا په لور راروان وي اواز وکړه او ورته ووايه چې که د حضرت محمد (ص) له آل سره مينه رفض وي نو ټول پېريان او انسانان دې ګواهي ورکړي چې زۀ رافضي يم.))
په خپل يو بل کلام کښې داسې فرمائي:

و لمــــــا رايتُ النّــــاسِقد ذَهَبَت بِهِم
مَــــذاهِبُهُم في اَبحَــــرِ الغَيِّ وَ الجَهلِ
رَكِبتُ عَلــيَ اسمِ اللهِ في سُفُنِ النَّجــــا
وَهُم اَهلُ بَيتِ المصطَفي خاتَمَ الرُّسُلِ
وَاَمسَكتُ حَبـــــلَ اللهِ وَهُـــــوَوِلاؤُهُــم
كما قَـــــداُمِرنابِالتَمَسُّكِ بِالحَبــــــلِ
اِذا افتَرَقَت في الدين سبعون فِـــرقهً
و نيفاً عَلـــي ما جاءَفي واضحِ النَّقلِ
وَ لَــــــم يَكُ ناجٍ منهمُ غيرَ فـــــــرقـــــهٍ
فقـل لي بها يا ذاالرّجاجهِ و العقـــلِ
اَفِي الفــــــرقَـــــهِ الهُلاكِ آلُ محـــمّـــــد
ام الفــــــرقــهُ الاتي نَجَت منهمُ قُل لي
فاِن قلتَ في الناجين فالقولُ واحـــــدُ
واٍن قلتِ في الهُلاك حَفتَ عن العدلِ
اذا كان مـــــولي القـــــوم منهم فَــــاِنَّني
رضيـــــتُ بـــــهم لا زالَ في ظِلِّهم ظِلَي
رَضيــــــتُ عَلِيَــــاً لي امــاماً و نَسلَهَ
و انتَ مِن البــاقين في اَوسَعِ الحَلِ

((يعنې کله چې مې خلق د جهالت او ګمراهۍ په سمندر کښې غرق وليدل نو د خداے پاک په نامې سره د نجات په کشتيو کښې چې د خداے د ګران رسول (ص) خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفي (ص) اهلبېت (ع) دي کښېناستېدم. او په هغې رسۍ پورې مې ځان ونښلولو چې له دغه پاک خاندان سره مينه ده ځکه چې مونږ ته په هم دې حبل الله باندې د منګولو ښخولو حکم راکړے شوے دے. کله چې خلقو دين په درې اويا فرقو کښې ووېشلو نو لکه څنګه چې په مبارکو حديثونو کښې راغلي دي چې يوازې يوه فرقه پکښې په حق باندې ده او باقي نورې په باطل باندې دي. نو ما ته ووايه هغه کسه چې عقل او پوهه لرې آيا د رسالت کورنۍ او آل محمد (ص) په باطلو فرقو کښې دي يا په حق فرقه کښې دي؟ که ووائې چې له حق فرقې سره دي نو بس زما او ستا خبره يوه ده او که ووائې چې له باطلو فرقو او هلاکېدونکو سره دي نو په قطعې توګه له صراط مستقيم نه بې لارې شوے يې او په نتيجه کښې په دې پوه شه چې دغه فضيلت لرونکے خاندان په قطعې توګه په حق باندې او له حق سره مل دي او په صراط مستقيم باندې دي. زۀ هم په دې باندې راضي شوم او په خپل اختيار سره مې د هغوي طريقه قبوله کړه چې خداے پاک دې زما په سر باندې د هغوي سيورے د تل لپاره برقرار وساتي. زۀ د امام علي (ع) په امامت باندې راضي شوم چې برحق امام دے او تۀ په هم هغه باطله فرقه کښې وسه تر هغې ورځې پورې چې حقيقت په ډاګه شي.))
او په اخېر کښې د امام علي (ع) په ډېره مينه کښې داسې وائي:


لو انَّ المُرتضی عبداً محلَّه لَخَرّ الناسُ طُرّاً سُجَّداً له

کَفی فی فَضل مَولانا علیٍّ وُقوعُ الشکِّ فيه أنَّهُ اللهُ

وَ ماتَ شافِعیُّ و ليس يدري عَلیُّ ربُّــه أم ربُّـــــه اللهُ


(( يعنې که حضرت علي مرتضی (ع) هغه ډول چې ؤ ځان ښکاره کړے وې نو خلقو به ورته سجده کوله زمونږ د مولا علي په فضيلت کښې دا هم بس دي چې ځينې خلقو شک کړے دے چې هغه خداے دے او شافعي مړ شو خو اوس هم په دې نۀ دے پوه چې علي يې پالونکے دے که خداے يې پالونکے دے؟))

 

امام شافعي (رح) د عاشورې په حقله هم دا ډول شعرونه ويلي دي:

و مما نفی نومی و شيب لحيتی ـ تعاريف ايام لهن خطوب
تأوب همی و الفواد كتيب ـ وارق عينی و ارقاد غريب
تزلزلت الدنيا لآل‌محمد‌ ـ و كادت لهم صم الجبال تذوب
فمن بلغ عن الحسين رساله ـ و ان كرهتها انفس و قلوب
قتيل بلاجرم كان قميصه ـ صبيغ بماء الارجوان خصيب
نصلی علی المختار من آل هاشم ـ و نوذی بينه ان ذاك عجيب
لئن كان ذنبی حب آل محمد‌ ـ فذلك ذنب لست عنه اتوب
هم شفعائی يوم حشری و موقفی ـ و بغضهم للشافعی ذنوب

(( يعنې دغه پېښه هغه پېښه ده چې زما خوب يې له ما نه تښتولے او زما وېښتۀ يې سپين کړي دي. زما زړۀ او سترګې يې له ځان سره مشغول کړي دي او زۀ يې ډېر غمجن کړے يم، زما د سترګو اوښکې يې روانې کړي او خوب ترې تلے دے. دنيا د خداے د ګران رسول (ص) د کورنۍ په دې حادثه باندې لړزېدلې ده او ستر ستر پرې ويلې شوي دي. ايا څوک داسې شته چې له ما څخه امام حسېن (ع) ته پېغام ورسوي که څه هم زړونه يې نه خوښوي. امام حسېن (ع) هغه مقتول دے چې بې جرمه او بې ګناه يې قميص په وينو رنګ شو. حېراني په مونږ خلقو باندې ده چې له يوې خوا د خداے د ګران رسول (ص) په آل باندې درود لېږو او له بلې خوا دغه آل قتل عام کوو او تکليف ورته رسوو. که زما ګناه د پېغمبر اکرم (ص) له آل سره مينه وي نو زۀ له دغې ګناه نه هيڅکله توبه نۀ وباسم. د رسول اکرم (ص) آل د محشر په ورځ زما شفاعت کوونکي دي، او که ما شافعي له هغوي سره بغض وساتۀ نو نه بخښونکې ګناه مې کړې ده.))
يوه بل مهم ټکے دا دے چې د فلسطينيانو د جهاد غورځنګ دوه مشرانو يعنې شهيد ډاکټر فتحي شقاقي او شهيد محمود شحاده په خپلو تقريرونو او تحريرونو سره د نړۍ مسلمانان د صهيونېسټانو له دغو دسيسو او سازشونو يعنې د شيعه او سني ترمېنځ له اختلافاتو څخه خبردار کړي وو بلکې د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) د امامت منلو ته يې ترجيح ورکوله لکه شهيد ډاکټر فتحي شقاقي په خپل کتاب (( شيعه او سني يوه دروغه غوغا )) کښې د شيعه او نسي ترمېنځ اختلافات او لرې والے د صهيونېسټانو، امريکې، انګرېزانو او د هغوي د تالي سټو يوه پروپېګنډه بللې او د شيعه عقائدو دفاع کړې او دغه عقائد يې د قران او حديث له مخې صحيح ګڼلې دي.
نو چې هر کله د فلسطين د اکثرو خلقو نومونه د اهلبېتو (ع) په نومونو دي د جوماتونو نومونه يې د هغو پاکانو په نومونو اېښودي دي او د شهيد ډاکټر فتحي شقاقي او نورو فلسطيني مشرانو له تقريرونو او تحريرونو نه د شيعه او سني د اتحاد او د اهلبېتو امامانو د اطاعت پته لګيږي او له هر څه نه زيات چې هر کله د هغوي د امام حضرت امام شافعي (رح) عقيده داسې وي چې پاس د هغۀ له کلام نه څرګنده ده نو بيا څنګه کېدې شي چې فلسطينيان به ناصبيان ( د اهلبېتو دښمنان ) وي. دا خبره بالکل نه له قرائنو او شواهدو څخه ثابتږي او نه په عقل او منتطق سره صحيح ښکاري بلکې دا د صهيونېسټانواو د هغوي د اېجنټانو پروپېګنډه ده چې غواړي په دې سره په مسلمانانو کښې بدګمانۍ، تفرقه او اختلافات پېدا کړي او په نړۍ کښې چې د اهلبېتو د مينه والو له دوه درې سرچينو څخه د فلسطينيانو کومه مرسته او ملاتړ کيږي هغه هم پرې کړي او فلسطينيان د اسرائيلو ظلمونو او ستمونو ته بې يار او مددګار پرېږدي او خداے مه کړه که د فلسطين خلق ناصبيان خو پرېږده که کافران او په مقابل کښې يې صهيونېسټان مسلمانان هم وې نو بيا هم په مسلمانانو باندې واجب کيږي چې په انساني بنياد د ظالم په مقابله کښې د مظلوم مرسته او ملاتړ وکړي ځکه چې په اسلام کښې د ظالم او مظلوم دين ، مذهب او عقيدې ته نه بلکې ظلم او مظلومۍ ته پاملرنه کيږي.
نو بس په مجموعي توګه د اسلام د ښمنانو که هغه د کفر په جامه کښې دي او که د اسلام په جامه کښې دي دا سازشونه او دسيسې هيڅکله نه شي کاميابېدې ځکه چې دا دور د نوې ټېکنالوجۍ دور دے د کمپوټر او انټر نېټ دور دے او هر سړے له يو حقيقت څخه د نور کله په نسبت نن په ښۀ توګه او زر خبرېدې او حق او حقيقت ته رسېدې شي. وما علېنا الا البلاغ المبين.
  


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.